شویګو: له افغانستانه وسله والو ډلو په منځنۍ اسیا کې خپل فعالیتونه زیات کړي
![شویګو: له افغانستانه وسله والو ډلو په منځنۍ اسیا کې خپل فعالیتونه زیات کړي](https://gdb.rferl.org/161e2da6-d221-49b0-9fa1-a372e97a982c_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د روسیې دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې دېره وسله والو ډلو د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
سیرګي شویګو د جمعې په ورځ د هند په پلازمېنې نوي ډیلي کې د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته د خبرو پرمهال دا ادعا وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې د داعش، القاعده، د ازبکستان اسلامي تحریک او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک په څېر ډلې ښایي د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې نفوذ وکړي.
روسیې مخکې هم ورته اندېښنې څرګندې کړې وې.
طالبان بیا وایي چې دوی د دوحې د تړون له مخې دې ته ژمن دي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.