په کابل کې د ایران سفیر: د افغانستان د بحران حل باید په سیمه کې ولټول شي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قُمي ویلي، د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه ګډ مسوولیت لري او د افغانستان د بحران حل باید په سیمه کې ولټول شي.
د افغانستان لپاره د ایران د ځانګړي استازي دفتر پرون په یوه ټویټ کې ویلي، ښاغلي قُمي دغه څرګندونې د قزاقستان له سفیر عالم خان یاسین قلدییف سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر ویلي، د دوحې دوه ورځنۍ غونډه باید د افغانستان د وګړو د ستونزو د حل لپاره یوه هڅه وي.