نوی کتاب: طالبان په چارټر الوتکو کې پاکستان ته د ملاقاتونو لپاره تلل
![نوی کتاب: طالبان په چارټر الوتکو کې پاکستان ته د ملاقاتونو لپاره تلل](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-843f-08db4a2b0891_tv_w800_h450.jpg)
پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو په اړه په یو نوي کتاب کې راغلي چې د طالبانو وزیرانو د مهمو پرېکړو لپاره په ځانګړو چارټر الوتکو کې پاکستان ته سفر کاوه او هلته یې له چارواکو سره مشورې کولې. د امریکا د دفاعي چارو ملي پوهنتون استاد او د کتاب لیکوال حسن عباس وايي، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي یوشمېر ځلې په پاکستان کې د پخواني پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره لیدلي او د هغه تر اجازې وروسته یې هندیو ډېپلوماټانو ته په افغانستان کې د کار اجازه ورکړه. د طالبانو حکومت او پوځ لا په کتاب کې د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي. له عباس سره د امریکا غږ خبریالې شهناز نفیس مرکه کړې او په پیل کې یې ورڅخه د طالبانو او د پاکستان پوځي چارواکو د لیدنو په اړه پوښتلي دي.