غزني کې يوه موسسه۱۷۰زره غواګانو ته د پوستکي د ناروغۍ واکسين لګوي
![غزني کې يوه موسسه۱۷۰زره غواګانو ته د پوستکي د ناروغۍ واکسين لګوي](https://gdb.rferl.org/08de0000-0a00-0242-3f8c-08da43ca2046_w800_h450.jpg)
په غزني کې یوه نادولتي موسسه ۱۷۰ زرو غواګانو ته د پوستکي د یو ډول ناروغۍ لمپي سکین واکسین لګوي.
د دغې موسسې سيمهییز چارواکي وايي، خلک باید غواوې واکسین کړي چې له دغې خطرناکې ناروغۍ څخه په امان شي.
د راپورونو له مخې تېر کال په افغانستان کې زرګونه غواوې د لمپي سکین ناروغۍ له امله تلف شوي دي.
لمپي سکین ناروغي غواګانو ته د ککړو غوماشو له لارې انتقالېږي چې پرې تر اخته کېدو وروسته د غواګانو تبې کېږي، په ځان یې دانې راخیژي او ان د له منځه تلو سبب یې کېږي.