د اوکراين ولسمشر ایټالیا ته ځي
![د اوکراين ولسمشر ایټالیا ته ځي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-47b4-08db49871770_w800_h450.jpg)
تمه ده چې نن د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي د ایټالیا پلازمېنې روم ته ولاړ شي.
بل لور ته روسیې په بېپیلوټه ډرون الوتکو یو ځل بیا د اوکراین پلازمېنه کییف او یو شمېر مرکزي او جنوبي ښارونه په نښه کړي دي.
د راپورونو له مخې د دې بمباریو له امله وسایل تخریب شوي دي.
دا په نږدې دوو اوونیو کې شپږم ځل دی چې روسي ځواکونه پر کییف د ډرون حملې کوي.
له اوکراینه رارسېدلي راپورونه وایي چې اوکرایني پوځیانو په باخموت کې چې له میاشتو راهیسې جګړه پهکې روانه ده، پرمختګ کړی دی.