د اوکراین ولسمشر برلین ته رسېدلی
![د اوکراین ولسمشر برلین ته رسېدلی](https://gdb.rferl.org/ce647a19-c70f-42f0-906d-430c6eb940ae_w800_h450.jpg)
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د جرمني له مشرانو سره د مهمو خبرو لپاره برلین ته لاړ.
زیلینسکي نن سهار وختي د سختو امنیتي تدابیرو په منځ کې له ایټالیا څخه جرمني ته ورسېد.
دی دا سفر وروسته له دې کوي چې جرمني د روسیې د یرغل په وړاندې اوکراین ته د ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه.
تمه ده چې زیلینسکي به د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ او ولسمشر والتر شتاین مایر سره وویني.