نارسمي نتیجې ښيي چې د ترکیې هېڅ نوماند د ولسمشرۍ لپاره اړینې ۵۱ سلنه رایې نه دي اخیستې
![نارسمي نتیجې ښيي چې د ترکیې هېڅ نوماند د ولسمشرۍ لپاره اړینې ۵۱ سلنه رایې نه دي اخیستې](https://gdb.rferl.org/8ff7c661-feca-427b-8968-4a8beb2414d3_cx0_cy10_cw73_w800_h450.jpg)
په ترکیه کې د مې پر ۱۴مه خلکو د ولسمشرۍ او پارلېمان څوکیو لپاره رایې واچولې خو د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) د ترکیې د انتخاباتي ادارې له خولې ویلي دي چې تر اوسه شمېرل شوې رایې ښيي چې هېڅ نوماند هم په لومړي پړاو کې د ولسمشر کېدو لپاره اړین ۵۱ فیصده ووټونه نه دي ترلاسه کړي.