د اوکراین ولسمشر ناټو ته یوه نوې طرحه وړاندې کړې
![د اوکراین ولسمشر ناټو ته یوه نوې طرحه وړاندې کړې](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-014d-08db547ac94f_w800_h450.jpg)
د اوکراین ولسمشر ناټو ته یوه نوې طرح وړاندې کړې او ویلي یې دي چې ناټو دې په راروانه جولای میاشت کې په خپله غونډه کې په دې ټلواله کې د غړیتوب د ترلاسه کولو په هدف د اوکراین د هڅو په اړه یوه مثبته سیاسي پرېکړه وکړي.
زیلینسکي نن د کوپنهاګن د ډیموکراسۍ په غونډه کې چې ده د ویډیوکنفرانس له لارې وینا ورته کوله وویل، هغه وخت رارسېدلی دی چې په اروپا کې د بې برخلیکۍ حالت پای ته ورسېږي.
د اوکراین لوېدیځ متحدان له دې هېواد سره د روسیې د یرغل پر وړاندې د مقابلې لپاره د وسلو او تجهیزاتو مرستې کوي، خو کییف وايي چې د ده د هېواد د امنیت د کلک ضمانت لپاره اوکراین باید د ناټو غړی شي.