ملګري ملتونه: په افغانستان کې مو ماموريت له ننګونو سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، د نړۍ په هر ګوټ کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه سخته ده، خو د بل هر ځای په نسبت په اوس وخت کې په افغانستان کې په دې مبارزې پورې ډېر ژوند تړلی دی.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې افغان ښځو ته په اشاره په یوه اعلامیه کې چې نن یې پر خپله ویبپاڼه خپره کړې ویلي: "د نړۍ په بل هېڅ یوه ځای کې زموږ ماموریت، د موجودیت دلیل او زموږ اغېز له ننګونو او پوښتنو سره نهدی مخ شوی، لکه په افغانستان کې چې دی."
په اعلامیه کې د طالبانو لهخوا په غیر دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان مېرمنو له کاره منع کېدل د ښځو پر حقونو د وروستي برید په توګه یاد شوي او ویل شوي چې هغه له دې سره چې موږ څوک یو او هغو ارزښتونو سره چې پر بنسټ یې نړیواله ټولنه جوړه شوې، سره په ټکر کې دي.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، دا د شاوخوا دوو کلونو هغو فرمانونو، پرېکړو او چلندونو نتیجه ده چې هدف یې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه د افغان ښځو او نجونو حذفول دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه نه یوازې د افغان ښځو او نجونو د حقونو لپاره مبارزه ده، بلکه هغه په نړۍ کې د هرې ښځې لپاره چې یوازې په دې خاطر چې ښځه ده پرې ظلم شوی یا چپه کړای شوې مبازره ده.