د روسيې او اوکراين پر پوله چاودنې او نښتې شوي
د روسیې او اوکراین په پوله کې د چاودنو او نښتو راپورونه ورکړل شوي او مسکو د اوکراین یوه ورانکاره ډله تورنه کړې چې دې هېواد ته یې د تاوتریخوالي د غځولو هڅه کړې.
خو کییف دغه ادعا رد کړې ده.
پرون د بیلګورود په سیمه کې د چاودنو او خال خال نښتو غږونه اورېدل کېدل او د سیمې د والي ویاچسلاو ګلادکوف په وینا جګړه د روسیې ګریورون ولسوالۍ ته چې اوکراین پولې ته څېرمه پرته ده، غځېدلې.
هغه ویلي چې په نښتو کې اته تنه ټپیان شوي دي.
د روسیې د ازادۍ لوا په نوم ډلې د دغې حملې مسوولیت اخیستی، چې په دې ډله کې هغه روسان چې له اوکرایني ځواکونو سره همکاري کوي، شامل دي.
د اوکراین حکومت په دې پېښه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.
اوکرایني رسنیو د اوکراین د پوځي استخباراتو د ویاند اندرې یوسوف په حواله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، له پولې بلې غاړې ته دغه تاوتریخوالی د روسیې د ازادۍ لوا او د روسي رضاکارانو په نوم ځواک چې پهکې مهاجر روسان شامل دي او پر اوکراین د کریملین د یرغل ضد دي، رامنځته کړی دی.
خو نوموړي د دغې اعا لپاره نور شواهد نهدي وړاندې کړي.