حمزه د لوړو زده کړو لپاره سختې مزدورۍ کوي
![حمزه د لوړو زده کړو لپاره سختې مزدورۍ کوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-d780-08db56142193_tv_w800_h450.jpg)
د چارسدې ۱۸ کلن حمزه د غریبۍ له امله خپل سبق نه دی پرېښی. هغه کالج ته ځي خو د دې لپاره سختې مزدورۍ کوي. هغه وايي کله کله د کتابونو اخیستو لپاره قرض هم وکړي خو وايي همت یې نه دی بایللی او هيله لري چې د ژوند کړاوونه به یې راتلونکې روښانه کړي. د هغه کیسه د شبیرجان په دې ويډيو راپور کې