د امريکا دفاع وزير د اوکراين د تماس دفاعي ډلې غونډه جوړوي
![د امريکا دفاع وزير د اوکراين د تماس دفاعي ډلې غونډه جوړوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-da4c-08db4247122b_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې ده چې نن د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر لوېد اسټېن د اوکراین د تماس د دفاعي ډلې غونډه جوړه کړي.
د اوکراین د تماس په ډله (یوډيسيجي) کې هغه په لسګونو هېوادونه شامل دي چې پر اوکراین د روسیې د غیر موجه برید په خاطر د کیف ننګه کوي.
د دې غونډې د جوړېدو خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي هیلهمن دی چې ایف شپاړس جنګي الوتکې به ژر ورسپارل شي.
د امریکا دفاع وزرات نن وویل، د اوکراین د تماس دفاعي ډلې په انلاین غونډه کې به پر دې خبرې وشي چې څرنګه د اوکراین د ځواکونو زغرواله برخه او هوایي دفاع د روسیې د پرلهپسې بریدونو په وړاندې پياوړې کېدای شي.