د عشقاباد غونډې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې
![د عشقاباد غونډې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې](https://gdb.rferl.org/9e786cb8-f3c1-459d-9428-f37796454597_w800_h450.jpg)
اروپايي ټولنې، ملګروملتونو، نړیوال بانک او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو د مې پر ۲۶مه د ترکمنستان په مرکز عشق اباد د هغو هیوادونو او سازمانونو څلورمې غونډې په پایې کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د نجونو او ښځو پر زدهکړه او کار لګول شوي محدودیتونه لیرې کړي.