اسراییلو د سوریې په دمشق کې ځینې اهداف ویشتلي
دا په نږدې یوه میاشت کې د خپل ډول له مخې لومړۍ هوايي حملې ګڼل کېږي.
د اسراییل چارواکو پر دمشق د پرونیو حملو په باب سم د لاسه کومه تبصره نه ده کړې.
د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړی چې د سوریې د هوايي مدافع دستګاوو د دمشق په مربوطاتو کې دغو هوايي حملو ته ځواب ویلی او ځینې حملې یې شنډې کړې دي.
د اژانس په وینا، په دغو حملو کې یوازې مالي زیانونه اوښتي دي.
تر دې مخکې پر سوریې بله هوايي حمله کې چې شک کېږي اسراییل به کړې وي، د مې میاشتې پر دویمه شوې وه، چې د سوریې په شمالي ښار حلب کې یې نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی و.
دولتي اژانس هغه وخت خبر ورکړی و، چې په هغه حمله کې د سوریې یو سرتېری وژلی او د هوايي ډګر ارتباطات یې پرې کړي وو.