ټاکنو کې بیا ځلي بريا؛ اردوغان له بايډن سره خبرې کوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټاکنو کې تر بیا بریالیتوب یوه ورځ وروسته نن ماښام د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره خبرې کوي.
د نړۍ بېلابېلو مشرانو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بیا بریا مبارکي ورکړې او له هغه سره یې د ګډ کار او همکارۍ ژمنې تازه کړي دي.
رویټرز اژانس لیکلي چې د دوشنبې په ماښام به اردوغان له امریکایي سیال جوبایډن سره ټليفوني خبرې هم وکړي.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم کالین د دغو کېدونکو خبرو پخلی کړی، خو نور جزیات یې نهدي ورکړي.
بایډن تېر ماخوستن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړه او وې ویل چې په ګډه به د یو شمېر نړیوالو ستونزو د هواري لپاره کار کوي.
د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین هم د نړۍ د هغو مشرانو په ډله کې دی چې اردوغان ته یې مبارکي ورکړې او ویلې یې دي، د اردوغان بریا د هغه د صادقانه کار او هلو ځلو پایله ده.
د ترکیې د ټاکنو ادارې بېګا اعلان وکړ چې رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې چې د یکشنبې په ورځ ترسره شوې، ۵۳ اعشاریه ۴۱ فیصده رایې خپلې کړي.
د هغه سیال کمال کلیچدار اوغلو ۴۶ اعشاریه ۵۹ فیصده رایې خپلې کړې وې.
اردوغان له تېرو شلو کلونو راهیسې د ترکیې د ولسمشر او صدر اعظم په توګه فعالیت کوي او اوس یې د واکمنۍ دریمه لسیزه په ټاکنو کې په بلې بریا سره پيل کړه.
د هغه بریا ته په ترکیه او بهر کې ترکانو جشنونه هم جوړ کړي وو.
په انقره کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مخته د لسګونه زره کسان تېر ماخوستن په ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان د بریا په پار راټول شوي وو.
اردوغان دغې غونډې ته په وینا کې له خلکو په ټاکنو کې د ګډون لپاره مننه وکړه.
په ترکیې سربېره یو شمېر نورو هېوادونو له هغې ډلې جرمني کې هم چې د راپورونو له مخې ترک اتباعو یې اتیا سلنه رایه اردوغان ته ورکړې وه، د خوښۍ جشنونه جوړ شوي وو.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس هغه ویډیوګانې خپرې کړي چې ښيي په جرمني کې ترکان په سړکونو کې د خوښۍ نندارې کوي او د ترکیې بیرغونه لېږدوي.
د اردوغان مخالفان بیا د هغه په بریا خوښ نهدي او ویلې یې دي، د ټاکنو له پایلو وروسته ناهیلي شوي دي.
په ټاکنو کې د اردوغان اصلي سیال کمال کلیچدار اوغلو بیا د یکشنبې ورځې ټاکنې په وروستیو کلونو کې تر ټولو غیر عادلانه بللې دي.