د روغتيا سازمان په افغانستان کې لسګونه روغتياپالانو ته روزنه ورکړه
د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون سهشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې د جنوبي حوزې د ۱۲ روغتونونو ۲۸ روغتیایي کارکوونکو او یوولسو نرسانو ته یې د سختې خوارځواکۍ د مرکزونو په بستري برخو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې یو روزنیز کورس پای ته ورساوه.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د درملنې دا ډول ۱۳۰ مرکزونو ملاتړ کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې له درې ميلیون زیات ماشومان او له اته سوه زره زیاتې امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.