روسي چارواکي: پر مسکو د وروستيو بېپيلوټه الوتکو بریدونه اوکراين کړي
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون سهشنبې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "دا کاملاً واضح ده چې دا د اوکراین د پرېکړو پر مرکز زموږ د یکشنبې د ورځې د پیاوړي برید په وړاندې د کییف د رژیم غچ اخیستونکي اقدامات دي."
د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سهشنبې د ورځې د بېپیلوټه الوتکو یا ډرون په بریدونو کې څو ودانۍ په نښه شوي دي.
تر اوسه یې د احتمالي ځاني اومالي زیانونو په اړه راپورونه نهدي ورکړل شوي.