چین د ستورمزلو نوې ډله فضايي تمځي ته ولېږله
په دې ماموریت کې د فضايي سفرونو د یوه پخواني قوماندان، یوه فضايي انجینیر او د پېکېنګ پوهنتون د یوه استاد ترڅنګ په لومړي وار یو ملکي وګړی فضا ته لېږل شوي دي.
چین په ۲۰۲۱ م کال په فضا کې تمځای جوړ کړ، دا هېواد غواړي چې تر ۲۰۳۰ پورې سپوږمۍ ته انسان ولېږي.