تاجکستان د پخوانيو پوځيانو په ګډون لسګونه افغانان نيولي
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د راپور له مخې دغه افغانان د افغانستان پولې ته څېرمه د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د تصفیې د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د تاجکستان چارواکو د دې موضوع په اړه سم د لاسه کومه تبصره نه ده کړې.
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې ته ځینو سرچینو پرون پنجشنبه دغه راپور تایید کړی او ویلي یې دي، له ځینو توقیف شویو سره وسلې هم نیول شوي او دوی پلازمېنې دوشنبې ته لېږدول شوي دي.
دا لا معلومه نه ده چې دقیقاً څو کسان نیول شوي، خو په وروستیو کې په پاکستان کې هم پر افغان وګړو فشارونه زیات شوي دي.