ډبيلوايفپي: روان کال کې ۴۰۰ زره افغان ماشومان د تغذيې له پروګرامه ګټه اخيستې
دې ادارې نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د تغذیې پروګرام له خوارځواکۍ څخه د ماشومانو د ساتنې او ژغورنې په برخه کې مرسته کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او جنوبي کوریا مننه کړې، چې د دې پروګرام ملاتړ یې کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې له درېیو میلیونو زیات ماشومان او تر اته سوه زرو زیاتې امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.