په خيبرپښتونخوا کې د سختو اورښتونو له امله ۲۵ کسان مړه او ۱۴۵ نور ژوبل شوي
په خیبرپښتونخوا کې د ژغورنې د چارو مخکښ افسر خاطر احمد پرون ویلي، بارانونو او ږلۍ بنو، لکي مروت او کرک ولسوالۍ ځپلي او د برښنا ځینې پایې یې چپه کړې دي.
د ده په وینا، چارواکي هڅه کوي ژوبلو کسانو ته اضطراري خدمات وړاندې کړي.
تېر کال د پشه کال بارانونو او سېلابونو د پاکستان زیاتې برخې ویجاړې کړې او څه باندې ۱۷۰۰ کسان یې مړه او ۳۳ ملیونه نور کسان یې اغېزمن او ۸ ميلیونه بېځایه کړي وو.