ګوټېرېش د اوکراین د غلو دانو د صادراتو له تړونه د روسیې پر وتلو اندېښنه وښوده
مسکو ګواښ کړی چې که د روسیې د غلې او سرې د صادراتو پر وړاندې خنډونه له منځه ولاړ نهشي نو له دې تړون څخه چې تېر کال د ترکیې او ملګرو ملتونو په منځګړتوب د اوکراین او روسیې ترمنځ لاسلیک شو، وځي.
ګوټېرېش نن خبریالانو ته وویل د اندېښنې ترڅنګ سخته هڅه کوي څو دا یقیني شي چې د تور سمندرګي له لارې د روسیې او اوکراین د غلې دانې او سرې د صادراتو تړون پر ځای پاتې شي.