د سمندري توپان څپې د پاکستان د سند سمندري غاړو ته نږدې شوي
پاکستاني چارواکو اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې دا توپان په بشپړ ډول د سند سمندري غاړو ته ورسېږي.
په پاکستان کې د دې سمندري توپان له امله د کیټي بندر، کهارو چان، شاه بندر، جاتي، بدین او نورو اړوند سیمو د اغېزمن کېدو اندېښنې ښودل شوي دي.
د سمندري توپان د رانږدې کېدو سره سم د پاکستان په ټهټه، بدین او یو شمېر نورو سیمو کې بارانونه پيل او تېزه هوا چلېږي.
دغه زورور سمندري توپان د یوې اوونۍ راهیسې د عرب سمندرګي له منځه د ګاونډیو هېوادونو په خوا روان دی.