په ننګرهار کې د ګوزڼ پنځمه مثبته پېښه هم ثبت شوه
د سرچینې په وینا، د طالبانو حکومت په ننګرهار او کندهار کې د ګوزڼ د واکسین ورکولو د کمپاین مخه هم نیولې ده.
په پام کې وه په ننګرهار کې تېره دوشنبه د ګوزڼ ضد کمپاین عملي شي، دا چې طالبانو ولې د دې کمپاین مخه نیولې وضاحت نهدی ورکړل شوی.
مخکنۍ څلور مثبتې پېښې هم په ننګرهار کې ثبت شوې دي.
تېر کال په افغانستان کې د ګوزڼ د دوو مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی و.