نيپال کې د سېلابونو له امله يو تن مړ او ۲۵ تري تم شوي
چارواکو نن یکشنبه ویلي، چې دا د هغو کلنیو اورښتونو له کبله چې تېره اوونۍ پیل شوي، د مړینې لومړی رسمي ثبت شوی شمېر دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوه حکومتي چارواکي بیمال پاودېل ویلي، د دغه هېواد د ختیځ په سانکوواسبها ولسوالۍ کې درنو اورښتونو د برښنا یوه پروژه چې تر کار لاندې وه، د هېوا په نوم سیند ته وړې او ۱۶ کارګران تري تم دي.
د ده په وینا، پولیسو د لادرکه کارګرانو د موندنې د عملیاتو پر مهال یو مړی پیدا کړی دی.
دغه راز ۹ نور کسان د هند پولې ته څېرمه په دوو نورو سیمو کې تري تم دي.