حمیدي: د افغان ښځو د جنسیتي ځورونې عاملان باید ځواب ورکړي
د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د څانګې کمپاینرې سمیرا حمیدي ویلي، د افغان ښځو او نجونو د جنسیتي ځورونې عاملان باید ځواب ورکوونکي ووسي.
هغې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه ناسته کې چې پرون دوشنبه جوړه شوه وویل، یو تازه راپور ښيي چې افغانستان کې ښځې د جنسیت په خاطر ځپل کېږي.
دې غونډې ته په دې اړه راپور د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ او له تبعیض سره د مبارزې کاري ډلې وړاندې کړ.
بېنیټ د افغان ښځو وضعیت له پخوا ترینګلی بللی او ویلې یې دي، پر ښځو محدودیتونه او د هغوی ځورول د بشر ضد جنایتونو په توګه ګڼل کېدای شي.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو شورا پر پرونۍ ناستې لا رسمي تبصره نهده کړې، خو ویاند یې ذبیحالله مجاهد د ریچارد بېنیټ او د تبعیض په وړاندې د مبارزې د کارې ډلې د راپور محتوا ناسمه او بېبنسټه بللې ده.
طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړل او تېره ډسمبر میاشت کې یې د نجونو پوهنتونونه هم بند او موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.