کرکټ؛ مس عینک د درې ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله
د افغانستان د کورنیو درې ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې مس عینک لوبډلې د ۱۹۱ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دغه پایلوبه چې د جون په ۱۷مه نېټه د ننګرهار د شهید نجیب ترکي په لوبغالي کې پيل شوې وه، په شلمه نېټه د مس عینک په ګټه پای ته ورسېده.
د پایلوبې لومړۍ پاڼۍ مس عینک ترسره کړه چې ۳۳۵ منډې یې وکړې، مخکښ توپوهونکی یې عبدالله ځدراڼ و چې ۹۳ منډې یې کړې وې.
امو لوبډلې ته عظیم ځدراڼ ۵ لوبغاړي وسوځول.
امو لوبډلې بیا په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۵ منډې وکړې، دوی ته پخواني ملي لوبغاړي شهزاد محمدي ۸۰ او عبدالهادي ۸۸ منډې وکړې، خو د مس عینک په توپ اچونکو کې خلیل ګربز ۶ لوبغاړي وسوځول.
دغه راز مس عینک لوبډلې دویمه پاڼۍ هم ترسره کړه او د برکت الله د سلیزې پر مټ یې د ۳۴۵ منډو هدف کېښود.
امو لوبډلې د هدف په تعقیب یوازې ۱۵۳ منډې وکړې او دا سیالي یې وبایلله.
شهزاد محمدي په دې پاڼۍ کې هم نیمه سلیزه ووهله.
د دې پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه برکت الله ابراهیمزي ته ورکړل شوه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه بیا رفیق صادق وګټله.
ښاغلي صادق په توپ وهنه کې ۳۸۲ منډې کړې وې او ۱۱ لوبغاړي یې سوځولي وو.
دغه سیالۍ چې د میرویس نیکه د ساليو تر نامه لاندې ترسره شوې، د سپین غر، امو، بوست، بند امر او مس عینک لوبډلو په ګډون د می میاشتې په ۲۸مه نېټه د ننګرهار ولایت په دوو لوبغالو کې پيل شوې وې چې تر پایلوبې پورې په کې ۱۱ سیالۍ ترسره شوې.