په کابل کې د ایران سفیر د یوناما مرستیال سره د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي
![په کابل کې د ایران سفیر د یوناما مرستیال سره د همکاریو پر زیاتېدو خبرې کړي](https://gdb.rferl.org/705E30D0-241A-4738-880C-5DBB5C5D693D_cx0_cy5_cw0_w800_h450.jpg)
د ایران سفارت وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال د کابل لپاره د ایران له سفیر سره د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.
کابل کې د ایران سفارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي له مارکوس پوتزل سره له افغانانو سره د مرستې لپاره د همکاریو پر زیاتېدو بحث وکړ.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ د تازه شمېرو له مخې دا مهال په ایران کې اووه نیم سوه زره افغان کډوال ژوند کوي او پنځه لکه او شپږاتیا زره نور افغانان چې د ایران په ویزو هغه هېواد ته ورغلي، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې اوسي.
په وروستیو کې د ایران د اوبو د حق پر سر د طالبانو د حکومت او ایران ترمنځ لفظي شخړې زیاتې شوې دي.