'آی ایم ایف' پاکستان ته د درې میلیارد ډالرو پور ورکولو سره موافقه کړې
پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق یا 'آی ایم ایف' سره یوې موافقې ته رسېدلی، چې له مخې به یې دغه صندوق پاکستان ته درې میلیارده ډالر پور ورکوي.
دا موافقه پرون له اتو میاشتو ځنډ وروسته وشوه، خو لا هم د آی ایم ایف د بورډ له لوري تصویب ته اړتیا لري.
پاکستان چې د راپورونو له مخې تر بل هر وخت له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، دې پور ته سخته اړتیا لري.
تمه ده چې اوس به د آی ایم ایف بورډ د څو اوونیو په ترڅ کې د دې موافقې په اړه خپل دریځ څرګند کړي.