ډبلیو ایچ او: په مې کې نږدې يونيم ميليون افغانانو ته روغتيايي خدمات رسېدلي
دې سازمان پرون یکشنبې په یوه ټویټ کې وویل چې دغه خدمتونه یې تر خپل پوښښ لاندې د افغانستان د ۱۰۱۸ روغتیایي مرکزونو له لارې رسولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې سازمان او نورو شریکانو زیاتره مرستې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې پر خوارځواکۍ اخته له امیندوارو ښځو او ماشومانو سره شوي دي.
ياد سازمان همدارنګه ویلي چې په دې موده کې یې په افغانستان کې ۶۹ روغتیایي مرکزونو ته ۴۳ ټنه د طبي او غیرطبي وسایلو او تجهیزاتو مرستې رسولې دي.