طالبان: اورښتونو او سېلابونو په ځینو سيمو کې ځاني او مالي زيانونه اړولي
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د د دولت وزارت وایي، د تېرو څو ورځو بارانونو او سېلابونو د افغانستان په یو شمېر سیمو کې خلکو ته ځاني او مالي تلفات اړولي دي.
د دې وزارت ویاند شفیعالله رحیمي تېر ماښام ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې وویل: "طبیعي پېښو ته د رسېدو د چارو ولایتي ریاستونو د لومړنیو شمېرو له مخې په پکتیکا، ننګرهار، میدان وردګ، لوګر، کاپیسا، پروان او پکتیا ولایتونو کې د سرطان د میاشتې له اوومې تر یوولسمې پورې د سېلابونو له امله اووه تنه مړه شوي، نهه تنه نور ټپیان شوي او څه باندې درې سوه کورونه هم ویجاړ شوي دي."
نوموړي زیاته کړه چې د دغو سېلابونو له مله له سلو زیات څاروي تلف شوي او څه باندې زر جریبه کرنیزه ځمکه هم خرابه شوې ده.
دې وزارت همدارنګه د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د هیلیکوپټر په ذریعه په سېل کې د بند پاتې شویو پنځو تنو د ژغورلو خبره کړې ده.
په عین حال کې د مهاجرت نړیوال سازمان پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې په کاپیسا کې یې ټیمونو د سېلابونو زیانمن شوی کورنۍ په نښه کوي ترڅو لازمې مرستې ورسره وکړي.