د پاکستان پوځ: وسله والو دوه افسران وژلي
پوځ نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ځواکونه یې د جنوب لوېدیځ په لرې پرته سیمه بلور کې پر عملیاتو بوخت و چې ډزې پرې وشوې.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د پاکستان د پوځ په حواله ویلي چې دغو ډزو کې یې یو بل سرتیری ټپي شوی هم دی.
تراوسه د یکشنبې د ناوختې دغو ډزو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی، خو تر دې وړاندې تحریک طالبان پاکستان او یو شمېر نورو سخت دریځو ډلو د پاکستان پر پوځ د بریدونو پړه منلې ده.