زیلینسکي: اوکرايني ځواکونه ګام په ګام د پرمختګ په حال کې دي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي نن پر ټویټر ولیکل چې تېره اوونۍ د جګړې په لومړۍ کرښه کې وضعیت ستونزمن و، خو د ده په وینا اوس اوکرایني ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
هغه زیاتوي چې دوی ګام په ګام د پرمختګ په حال کې دي.
اوکرایني چارواکي وايي، چې د روسیې د پوځي یرغل پر وړاندې د اوکراین د پوځ دفاعي حملې، د روسیې د پوځي ځواکونو له جدي مقاومت سره مخامخ شوې دي.