په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر 'جیمز ډابنز' ومړ
![په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر 'جیمز ډابنز' ومړ](https://gdb.rferl.org/8B903C94-0B33-4060-AF57-FE64C84349F6_w800_h450.jpg)
د امریکا تجربه کار ډیپلومات او د افغانستان لپاره د دغه هېواد پخوانی سفیر جیمز ډابنز د ۸۱ کلنۍ په عمر ومړ.
ډابنز یو وخت د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان له خوا په نړۍ کې د ملت جوړونې له مخکښو کسانو بلل شوی و.
جیمز ډابنز یو لسیزه د نړیوال امنیت او دفاعي سیاستونو په برخه کې د رانډ د څېړنیز انسټېټیوټ مشري کړې ده.
هغه د سپټمبر د ۱۱مې نېټې له ترهګریز برید وروسته د افغانستان په شمال کې د طالبانو د مخالفو ډلو لپاره د امریکا استازی وټاکل شو.
ډابنز د ۲۰۰۱ کال په بن کنفرانس کې، چې له طالبانو وروسته په افغانستان کې د جمهوري نظام د جوړېدو پيلامه شوه، کلیدې ونډه درلوده.
ډابنز د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۶ مه په کابل کې د امریکا سفارت بیا پرانیست.