د عملياتو پای؛ اسرایيلي ځواکونه د فلسطين له جنین ښاره وتلي
د اسوشېټېډپرېس اژانس د راپور له مخې پوځ وایي، په دې عملیاتو کې چې د بمباریو او د سلګونه پلي سرتېرو د عملیاتو لړۍ په کې شامله وه، هغو وسله والو ته سخت تلفات اوښتي چې د جنین د کډوالو په کمپ کې اوسېدل، خو معلومه نه ده چې دې عملیاتو به په لوېدیځه غاړه کې له تقریباً یو نیم کال راهیسې د پیل شویو درنو جګړو د پای ته رسولو په برخه کې کوم اغېز کړی وي که نه.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو له لوېدیځې غاړې د اسراییلي ځواکونو له وتلو مخکې ژمنه وکړه چې د اړتیا په صورت کې به په سیمه کې ورته عملیات بیا ترسره کړي.
نتانیاهو د جنین په یوه څنډه کې له یوې پوځي پوستې د کتنې پر مهال وویل، ماموریت د بشپړېدو په حال کې دی او زیاته یې کړه دا په جنین کې وروستي عملیات نه دي او هر چېرته چې ترهګر ولیدل شي، د ځپلو لپاره به یې بیا عملیات وکړي.
دا په لوېدیځه غاړه کې د اشغال په وړاندې د فلسطینیانو د دوو لسیزو مخکې وسله وال پاڅون راهیسې، د اسرائیل تر ټولو لوی عملیات و.
د اسراییل پوځ د ۲۰۲۲م کال له لومړیو راهیسې د فلسطیني سخت دریځو د ورځنیو بریدونو په وړاندې په لوېدیځه غاړه کې عملیات چې هدف یې د سختدریځو ځپل یاد شوي، ترسره کړي دي.
د اسراییل پوځ دغه عملیات ضروري ځکه بللي وو، چې په وینا یې د فلسطینیانو دولت ډېر کمزوری دی.
د اسراییل پوځ ویلي، په لوېدیځه غاړه کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې یې زرګونه میله وسلې، د بمونو جوړولو مواد او د نغدو پیسو زېرمې ضبط کړي دي.
د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي چې، د اسراییل د وروستیو بریدونو په نتیجه کې دولس فلسطینیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
خو د اسراییل پوځ ادعا کړې چې یوازې سخت دریځي وژل شوي او په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي دي.
د راپور له مخې په لوېدیځه غاړه کې له ۱۴۰ زیات فلسطینیان وژل شوي او د فلسطینیانو په هغو بریدونو کې چې اسراییل یې په نښه کړی، لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي دي.
اسراییل لوېدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د غزې تړانګه په منځني ختیځ کې د ۱۹۶۷ کال جګړې په مهال لاندې کړي دي.
دا هغه سیمې دي چې فلسطینیان یې د یوه راتلونکي خپلواکه دولت د جوړولو لپاره د بېرته نیولو هڅې کوي.