د بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې کپتان له نړيوالو سيالیو استعفا وکړه
د بنګلهدېش د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان تمیم اقبال پرون پنجشنبه ناببره له نړیوالو کرکټ سیالیو استعفا اعلان کړه.
اقبال دا پرېکړه یوه ورځ وروسته له دې اعلان کړه چې افغانستان د پنځوس اوره سیاليو لومړۍ مسابقه له بنګلهدېش څخه وګټله.
د بریتانیا د مېل انلاین د راپور له مخې، تمیم اقبال پرون خبریالانو ته وویل، د چهارشنبې په ورځ یې وروستۍ نړیواله لوبه وه او له دې شېبې نور په نړیوالو سیالیو کې برخه نه اخلي.
په داسې حال کې چې د تمیم اقبال خبرې د تلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدې، د استعفا د اعلان په مهال د ده له سترګو اوښکې بهېدې.
ده د استعفا دلیل خپله شخصي پرېکړه وبلله.
د چهارشنبې د ورځې په مسابقه کې، چې افغانستان په ۱۷ منډو وګټله، تمیم اقبال په ۲۱ توپونو ۱۷ منډې وکړې.