په افغانستان کې د القاعده د فعالیتونو په اړه د بايډن ادعا له واقعیته لرې وبلل شوه
د جمهوري پال مککال په یو بیان کې چې نن د امریکا د بهرنیو اړیکو کمېټې خپور کړی ویل شوي، د جو بایډن څرګندونې یوازې د طالبانو او القاعده شبکې د پخوانیو اړیکو د سپينولو یوه هڅه تفسیر کېدای شي.
وړاندې د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر له قوله دا هم ویل شوي دي چې د ښاغلي بایډن څرګندونې ښايي د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو په لور د متحده ایالاتو د نږدي کېدو لپاره هڅه وي.
دا داسې مهال ده چې تازه د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یو پټ راپور په ځینو برخو د هغه څه له کبله نیوکې شوي چې د کابل څخه د تخلیې په مدیریت کې د بایډن د ادارې تېروتنې بلل شوي دي.
خو ولسمشر بایډن چې تر دې مخکې یې د افغانستان څخه د وروستیو امریکايي سرتېرو د ایستلو د څرنګوالي دفاع کړې، د هغه څه په اړه چې د ده د ادارې تېروتنې بلل شوي وویل: "په یاد مو دي، چې ما د افغانستان په اړه څه ویلي وو؟ ما ویلي وو چې القاعده به هلته نه وي. ما وویل، چې د طالبانو څخه به مرسته وغواړو. اوس چې څه روان دي، په خپلو رسنیو کې وګورئ، ما سم ویل."
د طالبانو د امریکا د ولسمشر جو بایډن دا څرګندونې د حقیقت درک بللي.