چارواکي: روسي پوځ پر کییف د توغندیو او د ایراني ډرونونو په وسیله حملې کړي
![چارواکي: روسي پوځ پر کییف د توغندیو او د ایراني ډرونونو په وسیله حملې کړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-e48e-08db714bbea9_w800_h450.jpg)
اوکرایني چارواکي وايي چې د روسیې پوځ نن سهار پر پلازمېنه کییف د توغندیو او د ایراني ډرونونو په وسیله حملې وکړې.
دا په روانه میلادي میاشت کې دویم ځل دی چې روسیه پر کییف د توغندیو برید کوي.
د لومړنیو راپورونو له مخې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک تر ډېره دا حملې شنډې کړي نو ځکه یې ډېر زیانونه نه دي اړولي.
دا حملې داسې مهال کېږي چې د لېتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې نن د ناټو سرمشریزه جوړېدونکې ده.
تمه ده د دې غونډې د اجنډا په سر کې به له اوکراین سره د روسیې د یرغل پر ضد په جګړه کې پوځي ملاتړ او له ناټو سره د دې هېواد د راتلونکو اړیکو مسایل شامل وي.
سپینې ماڼۍ مخکې تایید کړې ده چې ولسمشر جوبایډن به سبا چارشنبې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ویلینوس کې وګوري.