افغانستان د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو ته ځانګړې لوبډله اعلان کړه
د افغاستان فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې د مرکزي اسیا یا«کافا» اتلولیو لپاره د فوټسال لوبغاړو ۱۴ـ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه.
یادې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان فوټسال ملي لوبډله به ډېر ژر د مرکزي اسیا په اتلولیو کې برخه واخلي.
په اعلان شوې لوبډله کې محمد جواد صفري، سید رضاحسیني، رضا حسین پور، حمید رضا حسیني، بهمن ګرګیج، حسن علي جعفري، فرزاد محمودي، علي امیري، مهران غلامي، علي فیاضي، سیدحسین موسوي، عبدالغفار صادق او امید قنبري شامل دي.
د فوټبال فدراسیون په خبره، د فوټسال ملي لوبډلې له تېرو څو اوونیو راهیسې په ایران هېواد کې د مشر روزونکي مجید مرتضايي تر روزنې لاندې تمرینات کړي او راتلونکو سیالیو ته بشپړ چمتووالی لري.
د مرکزي اسیا د فوټسال اتلولۍ د جولای په ۲۳مه نېټه په تاجکستان هېواد کې پیليږي، چې افغان لوبډله به په کې د تاجکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او قرغزسستان هېوادونو پر وړاندې ولوبیږي.