ایراني پولیسو یو نارینه ورزشکار او ۵ شاګردانې یې د ګډ تمرین په تور نیولي
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، په ګیلان ولایت کې له دغې پرونۍ چاپې وروسته پولیسو د کلب یو نارینه استاد او پنځه ښځینه غړې نیولې دي.
خبر کې راغلي چې نیول شوي کسان عدلي او قضایي ادارو ته معرفي شوي او دوسیه ورته جوړه شوې ده.
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته ښځې او نران اجازه نه لري، چې په ګډه سپورت وکړي.