درېیو افغانو مېرمنو کابل کې د ښځینه جامو برانډ جوړ کړی
![درېیو افغانو مېرمنو کابل کې د ښځینه جامو برانډ جوړ کړی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-592a-08db8b5e7495_w800_h450.jpeg)
په داسې حال کې چې د ښځو پر ټولنیزو فعالیتونو د طالبانو بندیزونه مخ په زیاتېدو دي، په کابل کې یو شمېر ښځو د افغاني جامو یو براڼد جوړ کړی.
دغه برانډ، د خیاطۍ یوه کارخونه او پلورنځی لري.
له دغو مېرمنو څخه يوه الياس حرير، چې ٢٣ کلنه ده او د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو له پوهنځي څخه فارغه شوې وايي، له دوو نورو مېرمنو سره يې په ګډه دا کار پيل کړى.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل:"موږ درې نجونې سره راټولې شولو او دا کار مو پیل کړ. ځکه دا په يوازې نه کېږي. موږ به د یو بل په هڅونه او ملاتړ پر مخ ځو او دا مهم دي."
د دغو ښځو له ډلې څخه یوه بله فرحناز فریبرز وايي، د جامو په دغه برانډ کې یې ټولټال ۵۰۰ زره افغانۍ پانګونه کړې ده.
نوموړې وايي چې دا برانډ یې نورو ښځو ته د کاری زمینې د برابرولو او افغاني جامو سره د لېوالتیا په موخه جوړ کړی دی.
د مېرمن فرحناز په خبره، د خياطۍ د دې مرکز او پلورنځي په جوړېدو سره په ټولیزه توګه ۱۵ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه وایي:"زه زموږ له کار ډېره خوشاله یم، ان شاالله زموږ کار به پرمختګ وکړي. ښځې له موږ سره د ګلدوزۍ، مريو ګڼډلو، موډلینګ، د پلور په څانګه کې او دغه شان زموږ په آنلاین څانګو کې کار کوي."
د مېرمن فرحناز په خبره، په کابل کې په یو پلورنځي کې د حضوري پلور تر څنګ دوی په انلاین ډول هم خپل محصولات پلوري.
د جامو د دغه برانډ یوه کارکوونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي وايي، خوښه ده چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
نوموړې ازادی راډیو ته وویل: "په داسې یو حالت کې چې ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کېږي، زه دلته کار کولو ته ډېره خوشاله یم او ښځې هڅوم چې له کوره بهر کار وکړي، ترڅو پرمختګ وکړي."
د جامو دغه برانډ په داسې حال کې جوړېږي، چې په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له لګېدو وروسته ډېری ښځې بېکاره شوې او ډېرو سوداګرو مېرمنو خپله پانګه له افغانستانه ایستلې ده.
که څه هم د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې، په افغانستان کې د ښځو په ګډون سوداګرو ته د پانګونې زمینه برابره ده، خو طالبانو په ډېری دولتي او ټولو نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی او د نجونو او ښځو پر زدهکړو د بندیزونو ترڅنګ یې په دې وروستیو کې د سينګارتونونو د تړلو امر هم ورکړی دی.