کرکټ؛ کابل غوره لیګ سیالۍ پيل شوې
په کابل کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د «کابل غوره لیګ» تر نامه لاندې سوداګریزې شل اوریزې سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې نن یې پیلیزه لوبه د پامیرسټارز او شاهین هنټرز لوبډلو ترمنځ وه، د ایوبي سپورټس کمپلکس له لوري په ایوبي لوبغالي کې پیل شوي دي.
په لومړۍ سیالۍ کې پامير لوبډلې وکړای شول چې د ۴ وېکټو په توپیر شاهین لوبډلې ته ماتې ورکړي.
د دې سیالیو مسولین وايي، د لیګ ټولې لوبډلې یې پلورلې دي او لوبغاړي هم د ډرافټ په پروسه کې اخیستل شوي دي.
په دې لیګ کې د پامیرسټارز، شاهین هنټرز، شمشاد ایګلز، کټوازي اباسین او د کابل زلمي لوبډلې برخه لري.
دغه لیګ به د اګسټ تر دویمې نېټې پورې دوام لري.
باید وویل شي، چې په یاد لیګ کې د افغانستان د ملي، الف او نولس کلنو ځوانانو لوبغاړي هم بېلابېلو لوبډلو ته لوبيږي.