د افغانستان کرکټ بورډ: څلور ورځنۍ سیالۍ پيلوو
دغې ادارې ویلي، چې په دې موخه نن د غوراوي کمیټې څانګې له ګڼ شمېر هغو لوبغاړو چې فرسټ کلاس سیالیو ته په پلان کې نیول شوي، د فزيکي تکړښت یا یو یو ازموېنه واخېسته.
کرکټ بورډ زیاته کړې،هغه لوبغاړي چې د فزيکي تکړښت یا فټنس په ازموینه کې بريالي شي، فرسټ کلاس سیالیو ته به غوره شي.
فرسټ کلاس یا څلور ورځنۍ سیالۍ د افغانستان په کرکټ کې تر ټولو سترې سیالۍ شمېرل کیږي، چې ډېری ملي لوبغاړي هم په کې لوبيږي.