د خیبر خلکو له حکومته د وسلوالو پر ضد د بې پرې عملیاتو غوښتنه وکړه
![د خیبر خلکو له حکومته د وسلوالو پر ضد د بې پرې عملیاتو غوښتنه وکړه](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-dff9-08db8dcf1c6f_tv_w800_h450.jpg)
د خيبر له باړې څخه تیرا ته ورغلي د امن لپاره لاريون کوونکو د پاکستان له امنيتي ځواکونو د ټولو وسلوالو پر ضد د بې توپيره کار غوښتنه کړې ده. د جولای پر ۲۵مه، د بېلابېلو سیاسي ګوندونو غړي او بشري حقونو فعالان د تيرا په لر باغ کې ورغونډ شول او د امن لپاره یې شعارونه ورکړل. په خیبر ضلع کې په تېره يوه اوونۍ کې درې ځانمرګي بريدونه او وسلوالې حملې شوې دي. د پاکستان حکومت د دې لاريونوالو د غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي خو تېره اوونۍ د پوځ مشر جنرال عاصم منير د کور کمانډرانو په غونډه کې ويلي ول چې سرتېرو یې په قبايلي ضلعو کې د وسلوالو پر ضد بې توپيره هدفي عمليات روان ساتلي دي.
نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې: