پر دنیپرو د روسیې بریدونه؛ زیلینسکي خپله کاري ورځ په دې ښار کې پیل کړې
دغه سفر داسې مهال کېږي چې روسیي ځواکونو تېره شپه پر اوکراین تازه بریدونه کړي چې ملکیانو ته یې مرګژوبله او زیان اړولی دی.
زیلینسکي پر خپل ټیلګرام چېنل لیکلي چې نن پنجشنبه یې خپله کاري ورځ په دنیپرو کې پيل کړې ده.
هغه له پوځي چارواکو سره خبرو کې د هوایي مدافع سیستم پر ښې استفادې او د اوکراین ځواکونو ته د تجهیزاتو په ورکړې بحث کړی دی.
پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پیل شوی او لا هم دوام لري.