اوکرایني چارواکي: د روسیې بېپیلوټه الوتکو په خارکییف بریدونه کړي
![اوکرایني چارواکي: د روسیې بېپیلوټه الوتکو په خارکییف بریدونه کړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-74e6-08db925e5333_w800_h450.jpg)
د اوکراین د خارکییف ښار چارواکي پر دې ښار د روسیې د لږترلږه درېیو ډرونونو یا بېپیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکوي او وایي، پر یوه کالج د یوه ډرون د لګېدو په نتیجه کې لږترلږه یو کس ټپي شوی دی.
د خارکییف ښاروال ایهور تیريخوف وویل، ټول ډرونونه د ښار په څنډو کې لګېدلي دي.
هغه ویلي چې یو ډرون د یوه کالج د لیلیې پر دوه پوړیزې ودانۍ لګېدلی چې له امله یې په ودانۍ کې اوربل شوی او د بېړنیو خدمتونو ادارې ډلې یې د وژلو هڅې کوي.
د پولیسو سیمه ییز چارواکي په دې پېښه کې د یوه کس د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
پر خارکییف چې روسیې پولې ته نږدې پروت دی، د روسیې له خوا پرې پرلهپسې بریدونه کېږي.