خوست کې پر جادو او سړکونو څراغونه روښانه شوي
![خوست کې پر جادو او سړکونو څراغونه روښانه شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-90a0-08db9288fdf0_tv_w800_h450.jpg)
د افغانستان په خوست کې د ښاروالۍ لخوا د ښار پر عمومي جادو، سړکونو او کوڅو باندې لسګونه لوړ څراغونه له نصبېدو وروسته روښانه شول. د خوست اوسېدونکو د دې کار هرکلی کړی او غوښتنه کوي چې د ښار د ښکلا او د ښاریانو لپاره دې د ښاري خدمتونو د ډېرېدو لپاره نورې پروژې هم پلې شي.