کیم جونګ اون د خپل دفاعي ځواک د ظرفیتونو پر پياوړتیا ټینګار وکړ
![کیم جونګ اون د خپل دفاعي ځواک د ظرفیتونو پر پياوړتیا ټینګار وکړ](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-e31d-08db8e674b5d_w800_h450.jpg)
د شمالي کوریا رسنۍ وايي د دغه هېواد رهبر کیم جونګ اون هغو فابریکو ته چې د میزاییلو انجنونه، توپونه او نورې وسلې جوړوي، امر کړی چې د دغه هېواد د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره خپل ظرفیتونه لا پسې زیات کړي.
د شمالي کوریا KCNA خبري اژانس راور ورکړی، چې کیم جونګ اون له پنج شنبې تر شنبې پورې د سټراتیژیکو کروز میزاییلو د انجنونو، بې پېلوټه الوتکو، توپونو او راکټ لانچرونو د تولید پروسه وکتله.
د شمالي کوریا رهبر په غیرمعمولي ډول د وسلو د تولید څو تاسیسات داسې وخت ګوري، چې هېواد یې هڅه کوي بېلابېلې سټراتیژیکې او متعارفې وسلې جوړې او خپل ډول- ډول وسلې نندارې ته وړاندې کړي.