په خوست کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د خیرات ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي
![په خوست کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د خیرات ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-22fb-08db96de9f23_w800_h450.jpg)
د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالي کې پرون شاوخوا دوه سوه کسان د خیرات ډوډۍ له خوړولو وروسته مسموم شول.
له سیمې څخه د ازادي راډیو د خبریال له راپور سره سم، دا پېښه په الګډه سټکیو سیمه کې شوې او مسموم شوي کسان د ځاځي میدان، باک، صبریو او خوست روغتونونو ته وړل شوي دي.
تراوسه پورې ډاکترانو په دې اړه څه نه دي ویلي چې دا کسان د ډوډۍ په خوړولو ولې مسموم شوي، خو وايي چې د ناروغانو وضعیت په ښه کېدو دی او هېڅ یو له جدي خطر سره مخامخ نه دی.
د ځاځي میدان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ویندوی مستغفر ګوربز ویلي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.