د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۱۹ کال وروسته په لومړي ځل جاپان ته تللی
![د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۱۹ کال وروسته په لومړي ځل جاپان ته تللی](https://gdb.rferl.org/08530000-0a00-0242-3402-08db0a8d1ad5_w800_h450.jpg)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له ۲۰۱۹ کال وروسته په لومړي ځل جاپان ته تللی دی.
توکیو ته د حسین امیر عبداللهان به د سفر په اجنډا کې له صدراعظم فومیو کیشیدا سره کتنه شامله ده، خو د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې عبداللهیان له خپل جاپاني سیال یوشي ماسا هایاشي سره هم ګوري.
جاپان ته د عبداللهیان د سفر هدف نه دی اعلان شوی، خو د راپورونو له مخې جاپان غواړي پر ایران فشار راوړي چې روسیې ته د وسلو له لېږلو ډډه وکړي.